بسم الله الرحمن الرحیم
دسترڅښتن په نامه
دنبی صلی الله علیه وسلم
اوداصحابوکرامو(۱۲) غوره ویناوې!
۱ : رشتنی قوي ایمان دادې چې دالله تعالی پر
ورکړه باندې خوښ او راضی اوسي :(خواجه
اویس قرنی)
۲ : ته په دنیاکې داوسیدلوپه شیانوبوخت يې
:اودنیاغواړي چي تادځانه څخه ژر وباسي :
(حضرت ابوبکرصدیق)
۳ : دالله تعالی په نیز ددوڅاڅکوڅخه
ډیرارزښتمندنورهیڅ څاڅکي نشته :اول :
داوښکوهغه څاڅکي چې دالله تعالی دبیرې څخه
بهیدلي وي :دوهم: دوینوهغه څاڅکې
چي دالله تعالی په لاره کي خاص دالله تعا لی
درضادپاره توې شوې وي (نبی صلی الله علیه
وسلم )
۴ : کم څوک چې دسلام دمخه پوښتنه وکړي وهغه ته
جواب مه ورکوۍ ترڅوچې يې سلام
نه وي ویلی :(نبی صلی الله علیه وسلم )
۵ : اووچ لرګي دومره ژرنه سوځي :لکه څومره چې
غیبت دانسان عملونه ورسوځي (نبی
صلی الله علیه وسلم)
۶ : په حلالوشیانوکې دالله تعالی په نیزهیڅ شی
دومره بدنه دي :لکه طلاق (نبی صلی الله
علیه وسلم)
۷ : کم څوک چې دغوښتلوعادت په ځان کې راولي :
الله تعالی پرهغه باندې داحتیاجي
دروازې خلاصوي (نبی صلی الله علیه وسلم)
۸ : ماته دروژې دمیاشتې روژه نیول اوپه مسجدحرام
کې په اعتکاف کې دکینستلوڅخه
ډیرزیات محبوبه دادی چي زه پروخت دضرورت دیومسلمان
خدمت او کومک وکړم(نبی
صلی الله علیه وسلم)
۹ : ښځې د زروسوروالي اودزعفرانو زيړوالی
بربادکړې ده (حضرت ابوبکرصدیق )
۱۰ : دالله تعالی اودبنده ترمیان توکل یو راز دي
:نوبیاضروري ده چې سوادالله تعالی نه په
دې رازڅوک پونشي (حضرت امام محمدشیبانی)
۱۱: سخي دوست دالله تعالی دی که چیرې فاسق هم وي
: اوبخیل دشمن دالله تعالی دی که
چیری زاهدهم وي(حضرت عمرفاروق)
۱۲ : دالله تعالی وجودتل دخپل ځان سره ګڼل کامل
ایمان دی (حضرت عثمان غنی )
منبع اقوال زرین ــ ژباړونکی :صدیق الله (بکر)
No comments:
Post a Comment